غزني شپږ مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له چنګاله ژغورل شوې

د غزني د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو ریاست وایي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې محتسبینو د ګېرو، مقر او خوګياڼو ولسواليو کې شپږ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي.
د ياد رياست د رسنيو دفتر ويلي، دا مېرمنې له دوو تر اتو کلونو پورې د خپلو خاوندانو او خسرګنیو له لوري له ناسم چلند او رواني او فزیکي فشارونو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو بې‌برخې پاتې شوې وې.
مسوولین زیاتوي، چې د محتسبینو له لوري د یادو مېرمنو خاوندانو او خسرګنیو ته د ښه چلند، د ښځو د حقونو او د کورني ژوند د سمون په اړه د شریعت په رڼا کې لازمې سپارښتنې شوې او ترې ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به پر یادو مېرمنو هېڅ ډول ظلم نه کېږي او د ټولو شرعي حقونو تر څنګ به ورسره ښه چلند کېږي.
دا په داسې مهال ده، د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدولو وزارت محتسبينو په مرکز کابل سربېره ګڼو ولايتونو کې په لسګونه مظلومې مېرمنې له کورني تاوتريخوالي ژغورلې او له خپلو اسلامي او انساني حقونو يې برخمنې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2074e
دکمه بازگشت به بالا