غزني قره باغ کې د موټرو ټکر ۴ تنه مړه او ۱۶ کډوال ټپیان

دغزني ولایت ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې د غزني قره باغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار په لویه لار عسکر کوټ سیمه کې نن سهار وختي د یو عراده هایلکس او مازدا موټر تر منځ ټکر شوی دی.
د غزني امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې دې پېښه کې د هایلکس موټر څلورو تنو سوارلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په مازدا موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ تنه ټپيان شوي.
یاد رسنیز دفتر ویلي، چې مازدا موټر کې د راستنېدونکو کډوالو کډه وه چې له ګاونډي هېواد څخه کندوز ولايت ته په لار و.

دکمه بازگشت به بالا