غزني مېرمنو ته د جعلي تعويذونو ورکولو په تور یو تکراري تورن ونیول شو

د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو یو تن خلکو ته، په ځانګړې توګه مېرمنو ته د «کوډو تعويذونو» د ورکولو په تور نيولی دی.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، له یاد کس سره د تعویذونو کتابونه او ځینې ناقانونه توکي نیول شوي دي.
د مسوولينو په وينا: “دغه کس تر دې وړاندې هم د ورته کړنو له امله نیول شوی او د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري بندي شوی و، خو له خوشې کېدو وروسته یې بیا خپلې پخوانۍ چارې پيل کړې وې.”
چارواکي وایي، نوموړی کس په داسې مهال نيول شوی چې يادې سيمې ته د تعويذونو پاتې پيسو راټولولو او د نيوي تعويذونو وېش پسې تللی و، نيول شوی او د امربالمروف او نهي عنالمنکر رياست ته سپارل شوی دی.
د شپږمې امنیتي حوزې امر قاري تمیم ویلي، چاته به اجازه ورنهکړي چې د دا ډول کړنو له لارې په ټولنه کې ګډوډي او کورنیو اختلافاتو ته لمن ووهي.

