غزني پولیسو د عامو خلکو په حضور کې زرګونه کیلو نشه‌يي توکي وسوځول

د غزني امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی چې تېره ورځ يې د همدې ولايت په مرکز سربېره بېلابېلو ولسواليو کې په پراخه کچه نيول شوي نشه‌يي توکي د يو څلور کسيز لوړ رتبه پلاوي او ګڼو ولسي خلکو پر وړاندې سوځولي دي.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په سوځول شويو نشه‌يي توکو کې ۴۶۴ کيلو ګرامه چرس، ۳۶۵ کیلوګرام تریاک، ۱۵ کیلو ګرام شیشه، ۵۳۰ کیلو پوډر، ۳۵۰۳ ټابلیت (کا ګولۍ) او ۷۷۴۳ ګرامه «ایف» په نوم نشه‌يي توکي شامل دي.

دا په داسې مهال ده چې د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معينيت په هېواد کې له نشه‌يي توکو سره روښانه مبارزه پيل کړې او تر دې وړاندې يې هم د مرکز کابل په ګډون ګڼو ولايتونو کې ورته نشه‌يي توکي له منځه وړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h146f
دکمه بازگشت به بالا