غزني کې شپږ کسان د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک ژغورلي

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هغه شپږ کسان ژغورلي چې د درنې واورې ورېدو له امله بند پاتې شوي وو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د MI-17 چورلکو په وسیله د غزني ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې هوايي ځواکونه د دا ډول پېښو پرمهال د هېوادوالو هر ډول مرستې ته چمتووالی لري.

