غزه: د اسرائیلو هوايي بریدونو کې له ۳۵ ډېر فلسطینیان وژل شوي.

د غزې په روغتونونو کې سرچينې وايي د شنبې له سهار راهيسې د اسرائيلو هوايي بريدونو او ډزو په ترڅ کې له ۳۵ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.
د غزې ښار د الاهلي عرب روغتون له مخې په منځنۍ غزه کې پر يوه کور هوايي بريد له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي چې له نیمايي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
روغتيايي کارکوونکي وايي، د نصيرات کډوالو پر پنډغالي د اسرائیلو بريد د يوې کورنۍ د نهو تنو ژوند اخيستی او لږ تر لږه شپږ نور په منځنۍ او جنوبي غزه کې د مرستو تر لاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.
دا مرګژوبلې يوه وروځ وروسته له هغه پېښې شوې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د ملګرو متلونو غونډې ته وويل، “اسرائیل باید دا کار (د حماس پر ضد جګړه) بشپړه کړي.”
د اسرائیلو هوايي ځواک وايي له تېرې جمعې راهيسې یې د غزې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۲۰ موخې په نښه کړې دي چې د پوځ په وينا په دې کې “د ترهګريزو ډلو ودانۍ، د هغوی جنګيالي او نور بنسټيز جوړښتونه” شامل دي.