غزه د لوږې او اور تر سیوري لاندې؛ د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو مړینې او د اسرائیلو نوي پوځي پلان ته نړیوال غبرګون

په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکي وايي د غزې په تړانګه کې د خوارځواکۍ له کبله د ۱۱ تنو تازه مړينو راپور ورکړل شوی دی.
له دې تازه مړينو سره د هغو فلسطينيانو ټول شمېر چې د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي ۲۱۲ تنو ته رسېدلی دی. په دوی کې ۹۸ تنه ماشومان دي.
په همدې مهال د غزې روغتیايي چارواکو ويلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلو بریدونو کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۴۹۱ نور ټپيان کړي دي.
د مړينو د شمېر زياتوالی په داسې حال کې اعلان شوی چې د اسرائيلو کابينې د جمعې په ورځ د غزې ښار د نيولو پلان تصويب کړ. د راپورونو له مخې اسرائيلو د غزې ښار اوسېدونکو ته دروان کال د اکټوبر تر اوومې نېټې وخت ورکړی چې له ښاره ووځي.
د اسرائيلو پلان چې په نړيواله کچه غندل شوی د جګړې د پايته رسولو پنځه “اصول” په کې ذکر شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a416s