غزه: پر «خان یونس» روغتون برید، څلور خبریالان شهیدان شول

د غزې په «خان یونس» ښار کې پر یو روغتون د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله څلور خبریالان شهیدان شوي دي.
د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې دا خبریالان نن (دوشنبې، وږي ۳مه) پر «ناصر» روغتون د اسرائیلو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.
د ویلو ده چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې هم په غزه کې د الجزیرې د یو خبریال «انس الشریف» په ګډون د رسنیو پنځه کارکوونکي د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې شهیدان شوي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4886a