فاروقي د جعلي اسنادو له لارې د سفر هڅې صفر ته رسېدلې دي

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي، سرحدي ځواکونه توانېدلي چې د جعلي بهرنیو اسنادو له لارې د سفر کچه صفر ته راکمه کړي.
نوموړي ویلي، د مزارشریف نړیوال هوایي ډګر د تګــراتګ او کنټرول آمریت کارکوونکو یو مسافر نیولی، چې غوښتل یې د ایټالیا د جعلي آیډي کارت په وسیله ترکیې او وروسته ایټالیا ته سفر وکړي.
د فاروقي په وينا: “یاد کس د تګ پر مهال شکمن وپېژندل شو او د لابراتوار آمریت له لوري د اسنادو فزیکي څېړنې جعليتوب ثابت کړ.”
د سرحدي پوليسو وياند زیاته کړې، هغه مافیاوي کړۍ چې د هېواد له هوایي ډګرونو یې د جعلکارۍ له لارې د ناقانونه سفر زمینه برابروله، له منځه وړل شوې او ټینګار یې کړی چې هېڅوک دې د غیرقانوني سفر هڅه نه کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2002e

