فاکس نیوز کوربه: د ملګرو ملتونو د بمبار غوښتنې له څرګندونو وروسته بخښنه وغوښته

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د امریکايي فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې د یوې خپرونې کوربه «جیسي واټرز» د هغو څرګندونو له امله بخښنه غوښتې، چې ګواکې د دغه ادارې د بمبار غوښتنه یې کړې وه.

د راپورونو له مخې، واټرز دا څرګندونې هغه مهال کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ډونالډ ټرمپ د ورتګ پر مهال برېښنايي زینې او ټېلي پرامټر له ستونزې سره مخ شول.

د ملګرو ملتونو ویاند د نوموړي خبرې «غیرمسوولانه» بللې او ویلي یې دي، چې واټرز له دې ادارې سره په شخصي اړیکه کې د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه غوښتې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6020a
دکمه بازگشت به بالا