فاینل لوبه: د کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې نن له پاکستان سره مخامخ کېږي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د لوبلړۍ د ګروپي دور وروستۍ سیالي تېره جمعه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله او له پاکستان سره فاینل ته ووتله.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو، خو تمه ده چې په نننۍ لوبه کې به د افغان لوبډلې کپټان او نور مخکښ غړي لوبغاړي شامل وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5324a
دکمه بازگشت به بالا