فرانسه د لور موزیم د ۸۸ میلیونه یورو غلا په تړاو دوه کسان نیول شوي دي

په پاریس کې د لور موزیم له سلطنتي ګاڼو د ۸۸ میلیونه یورو ارزښت لرونکي غلا په تړاو دوه کسان نیول شوي دي
د فرانسې رسنیو د راپور له مخې، دوه نارینه د دې شک له امله نیول شوي چې د پاریس د لور (Louvre) موزیم څخه یې قیمتي سلطنتي ګاڼې غلا کړې دي.
د فرانسوي ورځپاڼې لو پاریزین په وینا، دغه کسان د پاریس له حومې د «سن-سن-دني» سیمې اوسېدونکي دي. یو له هغوی هغه مهال ونیول شو، کله چې غوښتل یې د «شارل دو ګول» له هوایي ډګر څخه الوتنه وکړي.
تېره یکشنبه د نړۍ له تر ټولو ډېر لیدل کېدونکي موزیم، لور، څخه د نندارې پر مهال هغه توکي غلا شول چې ارزښت یې شاوخوا ۸۸ میلیونه یورو (۱۰۲ میلیونه ډالر) اټکل شوی. دا غلا څلورو کسانو کړې وه چې د ورځې په رڼا کې یې د ځانګړو وسایلو په کارولو سره موزیم ته ننوتل.
د فرانسې د عدلیې وزیر ومنله چې دا پېښه د امنیتي کړنلارو او تدابیرو د کمزورتیا څرګندونه کوي او د هېواد لپاره یې «یو ډېر ناوړه انځور» وړاندې کړی دی.
راپورونه زیاتوي، نیول شوي کسان چې پولیس یې له پخوا د نورو غلاوو له امله پېژني، د شنبې ماښام لاس ته ورغلي دي. اوس د پولیسو د تحقیقاتو ځانګړې ډله د قضیې څېړنه پر مخ وړي او د قانون له مخې کولای شي د ۹۶ ساعتونو لپاره له نیول شویو کسانو پوښتنې وکړي.

