فراهی د جدې شپږمه د افغان ولس د ازادۍ نه‌پرېښودو پېغام دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی، وايي د جدې شپږمې پیغام دا دی چې افغان ولس هېڅکله د ازادۍ لپاره مبارزه نه پرېږدي.
ښاغلي فراهي پر خپله اېکس‌پاڼه د جدې شپږمه د افغان مجاهدینو د پراخ مقاومت د پیل نښه بللې او زياته کړې يې ده: “هغه مقاومت چې د وحدت او ایمان په ځواک یې نړیواله امپراتوري ولړزوله او افغانستان ته یې ازادي راوړه.”
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د جدې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د پیل ورځ وه؛ هغه یرغل چې نږدې له یوې لسیزې مبارزې وروسته د افغان ولس په ايمانداري او مبارزې مات او شوروي اتحاد له زوال سره مخ شو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2550e
دکمه بازگشت به بالا