فراه د جعلي افغانیو درې‌کسیزه شبکه ونیول شوه؛ چارواکي د جدي مبارزې خبره کوي

په فراه کې د اسلامي امارت امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت څرګندوي چې محتسبینو په بازارونو کې درې کسان د جعلي افغانیو د راکړې ورکړې په تور نیولي. د وزارت مسوولین زیاتوي، دا کړنه غیر شرعي عمل دی او اداره یې په وړاندې جدي مبارزه کوي.

په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد درې کسان له نږدې ۳۰ زره جعلي افغانیو سره نیول شوي او تر نیول کېدو وروسته د نورو څېړنو او عدلي پروسې لپاره اړوندو قضایي ارګانونو ته سپارل شوي.

د وزارت چارواکي وايي، د امر بالمعروف اداره په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې، جعلي پیسو او نورو ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه څارنه کوي او هېڅ شخص ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو په مالي او قانوني حقونو تېری وکړي.

خبرپاڼه په پای کې له خلکو غوښتنه کوي چې که د جعلي پیسو، دوکې او یا هر ډول غیر شرعي کړنو شاهدان وي، ژر راپور ورکړي، څو اړوند کسان قانون ته وسپارل شي او د خلکو مالي خوندیتوب خوندي پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w471e
دکمه بازگشت به بالا