فرهاد دریا د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوم، پېښه ناسم تعبیر شوې

نامتو افغان سندرغاړي فرهاد دریا په هالنډ کې د تېرې اونۍ د کنسرت پر مهال د یوې پېښې په اړه راپورته شوې نیوکې رد کړې او څرګنده یې کړه چې هغه هېڅکله د تاوتریخوالي او افراطیت ملاتړ نه دی کړی.
نوموړي په یوه انلاین څرګندونه کې وویل، د یادې پېښې په اړه داسې انګېرنې خپرې شوې چې ګواکې هغه د یوې توندلارې ډلې پلوی دی، خو دا برداشت یې ناسم، غیرمنطقي او د منلو وړ نه وباله. د هغه په وینا، دی په هېڅ پړاو کې له تاوتریخوالي، ترهګرۍ او افراطي دریځونو سره همغږی نه دی پاتې شوی.
یاده موضوع هغه مهال راولاړه شوه چې په کنسرت کې یو ګډونوال، چې د سندرغاړي له لوري د یوې تحفې د ترلاسه کولو لپاره سټېج ته وربلل شوی و، د مایکروفون له لارې داسې څرګندونې وکړې چې له هنري پروګرام سره یې تړاو نه درلود. د سندرغاړي په خبره، دا بلنه له مخکې همغږې شوې وه، خو وروسته خبرې د پروګرام له چوکاټه واوښتې.
په خپرو شوو انځوریزو صحنو کې ښکاري چې فرهاد دریا له څو هڅو وروسته مایکروفون بېرته واخیست او امنیتي کارکوونکو یاد کس له تالاره وایست. نوموړي حاضرینو ته وویل چې هغه ګډونوال پېژني، ورسره مینه لري او څرګنده یې کړه چې یاد کس بد نیت نه درلود.
د دې پېښې له خپرېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د هنري ازادۍ، ټولنیز مسوولیت او د هنرمند د دریځ په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شول. یو شمېر خلکو د کنسرت په فضا کې د غیر اړوندو څرګندونو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې هنري پروګرام باید له سیاسي شعارونو لرې وساتل شي، خو ځینو نورو بیا د پېښې د مدیریت پر څرنګوالي بحث کړی دی.
فرهاد دریا ټینګار کړی چې هنر باید د سولې، یووالي او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا وسیله وي او دی هڅه کوي خپل هنري فعالیتونه له همدې اصولو سره سم پر مخ یوسي.

