فضل‌الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان ۴۵ کلنه تګلاره ناکامه او ویجاړوونکې ده

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان يو ځل بيا د افغانستان په تړاو د پاکستان پر تګلارې سختې نیوکې کړې دي.
مولانا فضل‌الرحمان دغه څرګندونې هغه مهال کړې چې د پاکستان يو شمېر مشهور سوداګر د افغانستان سره د سوداګرۍ د بيا پيل په اړه د مشورې لپاره ورغلي وو.
نوموړي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسنی سیاست «ویجاړوونکی» بللی او زياته کړې يې ده چې دغه تګلاره له ۴۵ کلونو راهيسې ناکامه ثابت شوې ده.
هغه په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې پاکستان د ضیاءالحق او پروېز مشرف د واکمنیو پر مهال د افغانانو په حساب مالي ګټې ترلاسه کړې دي.
مولانا فضل‌الرحمان ټينګار کړی چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اعتماد، ثبات او رغنده تعامل پر بنسټ نوې او واقعي تګلارې ته اړتيا ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w257e

 

دکمه بازگشت به بالا