فضل‌الرحمن: پاکستاني پوځي رژیم د امریکا او اسراییلو ملاتړ کوي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي رژیم د امریکا او اسراییلو پر ملاتړ تورن کړی دی.

نوموړي ویلي، د پاکستان حکومت د خپلو تګلارو له لارې د اسراییلو د اشغالګر رژیم ملاتړ کوي او په اسلامي نړۍ کې د امریکا د کړنو لپاره زمینه برابروي.

فضل الرحمن ټینګار کړی، د دغو سیاستونو پر ضد به سیاسي مبارزه پیل کړي او دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځوي.

دکمه بازگشت به بالا