فطرت تېر کال په زیربنایي او صنعتي پروژو کې مهم پرمختګونه شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې تېر کال په هېواد کې د زیربنایي او صنعتي پروژو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي فطرت پر خپله اېکسپاڼه ويلي: “د قوش تېپې کانال د دویم فاز کېندنې چارې ۹۵ سلنه او د کانال د سربند جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي. همداراز د کانال په مسیر کې د ۲۵ پلونو، اوبو کنټرولونکو ودانيو او ترنابونو چارې پیل شوې دي.”
ملا حمدالله فطرت زياته کړې، چې په طورخم کې د کډوالو عمري پنډغالي کې اداري کمپلېکس بشپړ شوی او په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، په بغلان ولایت کې د غوري سمنټو درېیمې کارخونې چارې پیل شوي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵۰۰۰ ټنه سمنټو تولید ظرفیت ولري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3125e

