فلوریډا د اوکراین جګړې د ختمولو په موخه د امریکا او روسیې استازو خبرې کړې

د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو په فلوریډا ایالت کې خبرې وکړې، ترڅو د اوکراین جګړه د یوې ممکنه موافقې له لارې پای ته ورسوي.
د فلوریډا په میامي ښار کې د روسیې ځانګړي استازي کیریل دمیټریېف او د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وکړې.
د روسي استازي په وینا، خبرې رغنده وې او د سبا لپاره هم دوام لري.
اوکراین د امریکا وړاندیز ملاتړ کړی چې درې اړخیزې خبرې د بندیانو د تبادلې او د دواړو هېوادنو د ولسمشرانو د لیدنو لپاره زمینه برابره کړي.
خو د روسیې حکومت لاهم له نرمښت څخه ډډه کوي او په خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
د اوکراین لوړپوړي مذاکره کوونکي روستم عمرېوف وویل، امریکا او اروپایي ټیمونه د ګډو هڅو د دوام پر سر موافقه کړې، او د خبرو نتیجه یې ولسمشر زیلنسکي ته وړاندې کړې ده.
بل پلو مارکو روبیو، د امریکا ملي امنیت سلاکار، وویل چې د کال تر پایه به هڅه وشي څو د دواړو لوریو تر منځ د سولې یوه موافقه رامنځته شي.

