فیاض احمد ابراهیمي قرغزستاني سیال مات کړ، نن له هندي سره سیالي کوي

خبرگزاری سریع؛ فیاض احمد ابراهیمي، د افغانستان د MMA ورزشکار، د آسيايي ځوانانو د لوبو په لړ کې چې په بحرين کې ترسره کېږي، خپل قرغزستاني سيال ته ماتې ورکړه.
هغه په ۷۵ کیلوګرام وزن کې، په خپله لومړۍ سيالي کې د قرغزستان استازی له مخې لېرې کړ.
د چارواکو په وینا، اټکل کېږي چې فیاض احمد به په دغو سیالیو کې د برونز مډال ګټونکی وي.
دغه افغان ورزشکار نن (پنجشنبه) په خپله دوهمه سیالي کې له هندي سیال سره د مبارزې ډګر ته ځي.
له بلې خوا، احمد قیومي، د افغانستان بل MMA ورزشکار، هم د آسيايي ځوانانو د لوبو په لړ کې په ۷۰ کیلوګرام وزن کې له د هند له استازي سره سیالي کوي.

