قاري دین محمد له سي ار اس سره د راستنېدونکو پر ملاتړ خبرې وکړې

اقتصاد وزیر، قاري دین محمد، کابل کې د CRS نړیوالې موسسې له رییس شان کلاهان او مل پلاوي سره کتنه کې راستنېدونکو پر لاسنیوي، بشري مرستو او پراختیایي همکاریو خبرې وکړې.
اقتصاد وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي، ناسته کې د موسسې روانو فعالیتونو په اړه معلومات شریک شول او بشري مرستو پر دوام او راستنېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو بحث وشو.
خبرپاڼه زیاتوي، راغلي پلاوي د راستنېدونکو لپاره د کوچنیو سوداګریزو ملاتړ پروګرامونو په برخه کې د دوامدارې همکارۍ او فعالیتونو د پراخولو ډاډ څرګند کړ.
قاري دین محمد د CRS فعالیتونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې بشري مرستې دې دوام ومومي، خو تمرکز دې لا زیات د پراختیایي پروژو عملي پلي کېدو ته واوړي، څو اوږدمهاله حللارې رامنځته شي.
نوموړي د راستنېدونکو ستونزو حل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وباله او ویې ویل، اوس مهال ۲۵ ولایتونو کې راستنېدونکو لپاره ۳۴ استوګنیز ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
د هغه په وینا، یاد ښارګوټي لا هم بنسټیزو اسانتیاوو ته اړتیا لري؛ لکه د څښاک پاکو اوبو برابرول، د سرپناوو جوړول، کلینیکونه، ښوونځي او نور ټولنیز خدمات. هغه وویل، نړیوال سازمانونه کولای شي دې برخه کې رغنده همکاري وکړي.

