قالیباف: امریکا دې د تېلو له اوسنۍ بیې خوند واخلي

د ایران د اسلامي مشورتي شورا مشر د هرمز تنګي په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې خبرداری ورکړی چې په دې مهمه سمندري لاره کې هر ډول تاوتریخوالی کولای شي په متحده ایالاتو کې د تېلو بیې لوړې کړي.
محمد باقر قالیباف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د هرمز تنګي د بندېدو د احتمال په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی او د دې لارې پر نړیوال اهمیت یې ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، د انرژۍ د لېږد دا مهمه لاره نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال بازارونه هم اغېزمنوي او هر ډول کړکېچ به د بیو د لوړېدو لامل شي.
قالیباف د یوې انځوریزې بېلګې په خپرولو سره امریکایي ولس ته اشاره کړې چې په نږدې راتلونکي کې د تېلو له لوړ قیمت سره مخ کېدلای شي، او دا یې د واشنګټن د فشار پالیسیو احتمالي پایله بللې ده.
د یادونې ده، هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې له لارې یې د تېلو لویه برخه نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي او هر ډول ګډوډي پکې د انرژۍ په بیو مستقیم اغېز لري.

