قالیباف: د روحاني او ظریف څرګندونې د ایران‌ ـ روسیې اړیکو ته زیان‌ رسوي.

د ایران د ملي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، د پخواني ولسمشر حسن روحاني او د هغه د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف څرګندونې د ایران او روسیې د ستراتیژیکو همکاریو لپاره زیانمنې بللې دي.

قالیباف نن (یکشنبه، د لړم ۴مه) د ملي شورا په عمومي ناستې کې، د غونډې له پیل وړاندې په خپله وینا کې د ایران، چین او روسیې هغه ګډ لیک ته اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک ۲۲۳۱ د لغو په تړاو استول شوی دی.

نوموړي وویل، دا لیک «د درې سترو قدرتونو د ستراتیژیکې همغږۍ یو څرګند نښه ده، چې په ښکاره یې اعلان وکړ، د دریو اروپايي هېوادونو هڅې د اسنپ‌بک په نوم د بندیزونو د بیا فعالولو لپاره، له قانوني پلوه هېڅ اعتبار نه لري.»

درې اروپايي هېوادونه – بریتانیا، فرانسه او جرمني – چې د برجام غړي دي، د امریکا په ملاتړ شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران پر وړاندې د پخوانیو بندیزونو د بېرته پلي کولو زمینه برابره کړې وه. خو روسیه او چین وایي، د دغو پرېکړه‌لیکونو بیا فعالول نه مني او د دوی په باور د پرېکړه‌لیک ۲۲۳۱ مواد هم نور د تطبیق وړ نه دي.

قالیباف د چین او روسیې له لوري د ایران د ملاتړ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې «حساس پړاو کې باید ټول سیاسي جریانونه د دغه لاسته راوړنې د ساتنې هڅه وکړي.»

هغه وروسته په څرګنده د حسن روحاني او محمدجواد ظریف له دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه اړ یم خپل څرګند انتقاد د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر هغو دریځونو وکړم، چې په داسې حال کې چې زموږ د روسیې سره د ستراتیژیکو همکاریو بهیر پر مخ روان و، د دوی څرګندونو دې مسیر ته زیان ورسوه.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1209s
دکمه بازگشت به بالا