قالیباف: پر امریکا باور نه لرو، پرېکړه د واشنګټن په لاس کې ده

په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په اسلام‌اباد کې خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، له مذاکراتو وړاندې یې د ښه نیت او ارادې ټینګار کړی و، خو د پخوانیو تجربو له امله پر مقابل لوري باور نه لري.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران پلاوي په خبرو کې مثبت او نوښتګر وړاندیزونه وړاندې کړل، خو مقابل لوری ونه توانېد د ایران باور ترلاسه کړي.

قالیباف زیاته کړې، امریکا د ایران منطق درک کړی، خو پرېکړه اوس د واشنګټن په لاس کې ده چې د باور فضا رامنځته کوي که نه.

هغه ټینګار کړی چې ایران به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ډیپلوماسۍ ترڅنګ خپلې نورې لارې هم پرله‌پسې تعقیب کړي.

دکمه بازگشت به بالا