قانع وويل امنيتي ځواکونه بايد مسلکي روزنه ترلاسه کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې د امنیتي ځواکونو روزنه او مسلکیتوب د ټولنې اړینه اړتیا ده، او له همدې امله د اسلامي امارت مشرتابه سپارښتنه کړې، چې یاد ځواکونه باید په بشپړ ډول مسلکي شي.
په همدې تړاو، د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون او د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۷ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې په مراسمو کې ښاغلي قانع فارغانو ته وویل، هر زده‌کړیال باید خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، څو د زیاتي پوهې په درلودلو سره د ولس او خاورې دفاع او ساتنه وکړي.
ښاغلي قانع زیاته کړه، امنیتي ځواکونه باید تل چمتو وي، څو د ولس اړتیاوو او غوښتنو ته په هر وخت کې اغېزمن ځواب ورکړي او خپل مسلکي خدمتونه په لوړه کچه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په لارښوونه د امنیتي ځواکونو مسلکي کول نه یوازې د ځواکونو فعالیت پراخوي، بلکې د ټولنې په خونديتوب او د هېواد د ملي ثبات په ټینګښت کې هم مهم رول لري.

دکمه بازگشت به بالا