قرغېزستان په کابل کې د سوداګرۍ کور پرانستل؛ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا

افغانستان ته د قرغېزستان د رسمي پلاوي د سفر په لړ کې، په کابل ښار کې د قرغېزستان د سوداګرۍ کور په رسمي ډول پرانیستل شو. دغه مراسم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې پرانیسته کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیقوف ګډون درلود. همداراز، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو هم په دې مراسمو کې حضور درلود، چې دا د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د یاد سوداګریز کور د پرانیستې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو تبادلو زیاتوالی، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانتیا او د ګډو پانګونو هڅونه ښودل شوې ده. د چارواکو په وینا، دغه اقدام به د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره نوې زمینې برابرې کړي او د خصوصي سکټور رول به لا پیاوړی کړي.
چارواکو ټینګار کړی چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړیکو پراخولو ته ژمن دی او د ورته سوداګریزو نوښتونو ملاتړ کوي، څو په هېواد کې اقتصادي وده او سوداګریز ثبات لا زیات شي.

