قزاقستان: بشري مرستې د هرات اړمنو کورنیو ته ورسېدې

د هرات رسنيو دفتر د تورغونډۍ بندر له لارې دې ولايت ته د قزاقستان د بشري مرستو د رارسېدو خبر ورکړی دی.

ياد دفتر وايي، په دې جوپه کې له ۲۶ واګونو څخه په ۱۶ واګونو کې ۷۲۰ ټنه اوړه، ۱۰ کسيزه ۵۰۰ خيمې، ۱۰۳ ټنه بوره او دوه زره کمپلې شاملې دي.

د هرات ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه کې د دې مرستو موخه د اړمنو کورنیو ملاتړ او د بشري اړتیاوو پوره کول ښودل شوي دي.

ويل‌کېږي، چې د دې مرستو را رسېدل د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوستانه همکارۍ او اړیکو د پراختیا ښکارندویي کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5990a
دکمه بازگشت به بالا