قطر: اسرائیل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې وړاندیزونه نه مني

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسرائیل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو هېوادونو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه ورکوي.
د ياد وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، حماس له داسې شرایطو سره هوکړه کړې چې د اسرائیلو په ګټه دي؛ خو بیا هم دغه رژیم له هوکړې انکار کوي.
الانصاري له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي. د ده په وینا: “توپ اوس د اسرائیلو په میدان کې دی؛ خو ښکاري چې دغه رژیم د هوکړې هوډ نه لري. ”
لینک کوتاه
https://sarie.news/a580s