قطر او مصر د غ.زې سولې لپاره د اسراییلي ځواکونو وتل ضروري دي

قطر او مصر د غزې د سولې د پلان د بشپړ پليکېدو لپاره له دغه تړانګې د اسراییلي ځواکونو د وتلو او هلته د ثبات ساتونکي نړیوال ځواک د ځای پرځای کېدو غوښتنه کړې ده.
د سولې یاد پلان چې د متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن دی، په غزه کې جګړه تر ډېره راکم کړې؛ خو ښکېلې خواوې لاهم پر دې نه دي سره سلا شوي چې د اوربند د هوکړې لومړی ګام «د ځواکونو وتل او د ثبات ساتونکي ځواک ځای پرځای کول» څنګه عملي شي.
د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د دوحې فورم په غونډه کې ویلي:” وخت ډېر حساس دی او تر هغې چې ټول اسراییلي ځواکونه له غزې ونه وځي، اوربند به په بشپړ ډول پلی نه شي او سوله به ټینګه نه شي.”
همداراز د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي په غونډه کې څرګنده کړې چې د ثبات ساتونکي نړیوال ځواک ژر ځای پرځای کېدل اړین دي، ځکه د ده په وینا، اسراییل هره ورځ د اوربند له شرطونو سرغړونه کوي.

