قطر ته د افغانستان دفاع وزير سفر کړی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته رسمي سفر کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دې سفر کې دفاع وزیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو بحث او خبرې شوې او له قطر سره د اسلامي امارت په همدردۍ او ملاتړ تاکید شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5666a
دکمه بازگشت به بالا