قطر: د اسرائیلي برید په ځواب کې عربي-اسلامي سرمشریزې کوربه توب

دا د حیرانتیا خبره ده چې د قطر پلازمېنه د اسرائیلي برید په ځواب کې پر داسې مهال د عربي-اسلامي سرمشریزې کوربه توب کوي، چې د ابراهیمي تړونونو د لاسلیک پنځمه کلیزه ده او د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي کوي.

دغه پېښه او کلیزه په داسې وخت کې راځي چې منځنی ختیځ له اسرائیل سره د سیاسي کړکېچ د زیاتېدو شاهد دی، په داسې حال کې چې د غزې جګړه چې نژدې درېیم کال ته د داخلېدو په حال کې ده، د سیمې هېوادونه په خپلو لمبو کې سوځولي دي.

قطر، چې د جګړې د پای ته رسولو په منځګړیتوب کې یې مهم رول لوبولی دی، د لبنان، ایران، یمن او سوریې وروسته د سیمې پر هېوادونو د اسراسیلو د بریدونو په لړۍ کې وروستی و.

په داسې حال کې چې دوحې له قاهرې او واشنګټن سره د خپلو هڅو د دوام په اړه خپل هوډ ددې لپاره څرګند کړ چې په غزه کې جګړه ودرول شي، د فعالانو غبرګونونه بېلابېل وو، ځینو د جدي ګامونو هیله څرګنده کړه او ځینو د ګډ اقدام په اړه ناهیلي وښودله.

دا سرمشریزه په ګډه د عربي هېوادونو د اتحادیې ـ چې ۲۲ هېوادونه پکې شامل دي ـ او د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري جوړه شوې، چې په دې ډول تر ټولو لویه سیمه ییزه غونډه وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5602a
دکمه بازگشت به بالا