قطر مردف القاشوطي مو د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه، اړیکې لا هم روانې دي

قطر د افغانستان لپاره د خپل نوي سفير د ټاکل کېدو اعلان کړی دی.
د قطر د امیر شیخ تميم بن حمد ال ثاني له خوا په رسمي اعلاميه کې راغلي، چې مردف علي مردف علي القاشوطي د افغانستان لپاره د دې هېواد د فوق العاده سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
القاشوطي تر دې وړاندې په کابل کې د افغانستان سفارت چارسمبالی و.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مخې نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې له دوی سره دنده پيل کړه او له هغه راهيسې یې په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼې ډېپلوماټيکې دندې پر مخ بېولې دي.
د قطر امير د اعلامیې له مخې د سوريې، مصر او ترکمنستان تر څنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفيران ټاکل شوي دي.
قطر د اسلامي امارت سره له ډېره وخته اړیکې لري. په ۲۰۱۳ کال کې هلته د افغان حکومت لپاره سياسي دفتر پرانيستل شو چې د همدې دفتر له لارې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې مذاکرات وشول چې بالاخره په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون لاسليک شو.
قطر د امریکا او اسلامي امارت حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې منځګړیتوب هم کړی او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانستان مرستې هم ترسره کړي دي.
قطر په داسې حال کې د افغانستان لپاره سفير ټاکلی چې لا هم دغه هېواد افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

