قطر هیله لرو افغانستان او پاکستان خپلې ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آلثاني، د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره د دوحې په ماڼۍ کې د رسمي لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړې، چې افغانستان او پاکستان وکولای شي اوسني اختلافونه او ستونزې شاته پرېږدي او د متقابل درک او تفاهم پر بنسټ خپلو اړیکو ته نوی فصل پرانیزي.
د قطر د امیر د دفتر د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وکړې. د قطر امیر ټینګار کړی، چې سیمهییز ثبات او د خلکو سوکالي یوازې د تفاهم، متقابل درناوي او دوامدارې سولې له لارې ترلاسه کېدای شي.
د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې آصف علي زرداري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او تفاهم د هڅو په برخه کې د قطر د منځګړيتوب او همکارۍ ستاینه کړې ده. نوموړي ویلي، قطر تل هڅه کړې چې د سیمې هېوادونه د متقابل اعتماد او مثبتو اړیکو پر لور رهبري کړي.
زرداري له قطر سره د پاکستان د اقتصادي او سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دوحې حکومت د افغانستان د ثبات او بشري وضعیت په برخه کې د نړیوالو هڅو مهم ملاتړ کوونکی دی.
بل لور ته، د قطر امیر ویلي چې هېواد یې د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره د تفاهم، منځګړیتوب او همکارۍ له اصولو ملاتړ کوي، او تل به هڅه کوي څو د افغانستان او پاکستان اړیکې د اعتماد، تفاهم او ګډو ګټو پر بنسټ ټینګې شي.
دغه لیدنه د سیمهییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د مهمو دیپلوماتیکو تماسونو یوه برخه بلل شوې، چې د دوحې د بهرني سیاست د منځګړیتوب رول یو ځل بیا روښانه کوي.

