قطر په ملګرو ملتونو کې: افغانانو ته د بشري مرستو دوامداره ملاتړ او اقتصادي ستونزو ته د پام ټینګار

په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیاله جواهره بنت عبدالعزیز السویدي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ټينګار کړی، چې قطر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

نوموړې په يادې غونډه کې زياته کړې، چې افغانستان له اقتصادي کړکېچ، بې‌روزګارۍ، بشري اړتیاوو، اقلیمي ستونزو، بې وزلۍ، لوږې، بندیزونو، کنګل شويو شتمنیو او د کډوالو د ستنېدو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

السویدي دغه راز ټینګار کړی، چې نړېواله ټولنه دې د افغان بنسټونو د بیا جوړولو، بشري مرستو ته د لاسرسي او د ټولو افغان لورو ترمنځ د خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د سولې او نړېوال ادغام لپاره لازم شرایط برابر شي.

د هغې په وینا، قطر تازه د هوا له لارې پنځه الوتکې د ۱۰۰ ټنه مرستو په لېږلو سره یو ځل بیا له افغانانو ملاتړ څرګند کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5414a
دکمه بازگشت به بالا