لاوروف: زېلېنسکي سوله نه غواړي؛ روسیه له کریمیا او دونباس نه شاتګ نه کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، هر څوک چې د اوکراین د ولسمشر خبرو ته غوږ شي؛ نو پوهېږي چې هغه سوله نه غواړي. لاوروف ټینګار کړی، چې روسیه به د کریمیا او دونباس په اړه له خپل دریځه په شا نهشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «زېلېنسکي وایي، چې له دونباسه به ونه وځي او هېڅکله به هغه سیمې چې روسیې نیولي په رسمیت ونه پېژني».بل خوا د اوکراین ولسمشر د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، چې امریکایي مذاکره کوونکو ورته ویلي که کییف له دونباسه شاتګ وکړي؛ نو سوله به «په تر ټولو لنډ وخت کې» ټینګه شي او اوږدمهاله امنیتي تضمینونه به وړاندې شي.خو زېلېنسکي ټینګار کړی، چې «د جګړې د درولو لپاره هر ډول هوکړه، که له پیاوړو او اوږدمهالو تضمینونو پرته وي؛ د اوکراین امنیت نهشي خوندي کولای».
لینک کوتاه
https://sarie.news/Q669Q

