لبنان کې د اسراییلو بریدونو ۱۱ کسان وژلي

د لبنان پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سوېل کې پر کفرحته کلي برید کې اووه کسان، چې یو څلور کلن ماشوم هم پکې شامل و، ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز بېروت کې د جنح پر سیمه بل برید څلور کسان وژلي او ۳۹ نور یې ټپیان کړي دي.

راپورونه ښيي، پلازمېنه او شاوخوا سیمې څو ځلې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې او د چاودنو او جنګي الوتکو غږونه اورېدل شوي دي.

چارواکي وایي، د جګړې له پیله تر اوسه په لبنان کې له ۱۴۶۰ ډېر کسان وژل شوي او له یو میلیون څخه زیات نور بې‌ځایه شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا