لغمان د موټر چپه کېدو او اور اخیستنې پېښه کې ۶ تنه مړه شوي

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې نن سهار د یو ټوډي موټر د اوښتو او اور اخیستلو له امله د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وایي، پېښه د میاخان کڅ په سیمه کې د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د لغمان امنیه قوماندانۍ د ترافیک، اور وژنې او شهراه ټیمونه سم‌لاسي سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره د قرغیو ولسوالۍ کاکڅ روغتون ته انتقال کړي دي.
مسوولینو د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q581W
دکمه بازگشت به بالا