له اوربند تر وروستي فرصت: ټرمپ او پوتین د اوکرایین د سولې پر سر د وروستي امتحان پر مېز

د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د څو میاشتو پرلپسې هڅو لړ کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، پلان لري چې راتلونکې جمعه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
دا د ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو د هڅو وروستی ګام دی او د روسیې لپاره د نوموړي د هغه ضرب الاجل په ورځ اعلان شو چې روسیه باید د اوکرایین پر اوربند هوکړه وکړي، که نه له ډېرو سختو بندیزونو سره به مخامخه شي.

د روسیې او اوکرایین ترمنځ د خبرو اترو دریو پړاوونو چې په دې اوړي کې د ولسمشر ټرمپ په امر شوي، لا تر اوسه دواړه خواوې سولې ته نه دي نږدې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a443s
دکمه بازگشت به بالا