له بریدونو تر غبرګونونو د سپین بولدک په نښتو کې ۱۲ ملکي افغانان شهیدان شوي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر اېکس ویلي، د پاکستان له لوري د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ د نن سهار د سپکو او درنو وسلو په بریدونو کې ۱۲ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، تر دغو بریدونو وروسته افغان ځواکونه هم اړ شوي چې ځوابي بریدونه وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a951s
دکمه بازگشت به بالا