له بګرام شاوخوا ناسم ګنګوسې: خلیل‌زاد د امریکا د بیا حضور ادعاوې رد کړې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د «بګرام هوايي اډې» په تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي.

خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په راتلونکي کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېرې ناسمې خبرې خپرې شوې دي.

هغه زیاته کړې: ((د بګرام هوايي اډې د احتمالي ګډو ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د کارولو په اړه هم ناسم مالومات خپاره شوي دي.))
د خليل‌زاد په وینا، د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام په لاس کې واخلي او یا یې په ځان پوري وتړي.

دا په داسې مهال ده، چې له تېرو درېيو ورځو راپدې خوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «بګرام هوايي اډې» د نيولو په تړاو څرګندونې کوي، چې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5840a
دکمه بازگشت به بالا