له بېلابېلو لارو ۲۸۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پرون له بېلابېلو لارو ۲۸۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۱۶۴، د کندهار سپین‌بولدک له لارې ۹۲، د نیمروز ورېښمو پله له لارې ۲۳ او د هرات اسلام‌کلا له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې او یو شمېر کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د راستنېدنې بهیر په منظم ډول مدیریت کېږي او راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په پاکستان کې لا هم ګڼ شمېر افغانان مېشت دي، او یو شمېر راستنېدونکي د پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي.

دکمه بازگشت به بالا