له تاوتریخوالي تر تفاهم: په خوست کې د اوږدې شخړې حل د ټولنې لپاره لویه لاسته راوړنه

د خوست ولایت مقام مسوولین وایي، د یاد ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند «لنډرو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۸ کلنه دښمني حل او پایته رسول شوې ده.
د خوست ولایت مقام ویاند، مستغفر ګربز په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا دښمني د یادې ولسوالۍ د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر آمریت» په هڅو د دواړو کورنیو په خوښه حل شوې ده.
ښاغلي ګربز لیکلي چې په دې ۴۸ کلنه پخوانۍ دښمنۍ کې یو کس وژل شوی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a380s
دکمه بازگشت به بالا