له تخنیکي پلاوي تر سفارتي کچې: هند په کابل کې خپل ډيپلوماټیک حضور پراخوي

هند په کابل کې د خپلې ډیپلوماتیکې استازولي کچه رسما له تخنیکي پلاوي څخه د سفارت کچې ته لوړه کړه.

د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر پرون د اسلامي امارت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره ترکتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته متقي د حکومت تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې هند ته سفر کوي؛ که څه هم دې هېواد تراوسه اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلي جېشنکر په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د هند د لوړو زده کړو په موسسو کې افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو، افغان وګړو ته د ویزو د آسانتیا، د هېواد د کرکټ د پرمختګ او نورو برخو کې هم له افغانستان سره د نوې ډېلي د همکارۍ ژمنه وکړه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6465a
دکمه بازگشت به بالا