له جرم‌پېژندنې تر طبي تشخیصه افغانستان کې د «DNA» معایناتو لومړنی لابراتوار پرانیستل کېږي

د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په روغتيايي سکتور کې د لومړي ځل لپاره د «DNA» معایناتو يو پرمختللی لابراتوار پرانېزي.

مسوولين وايي، د لابراتوار د پرانېستې غونډه به نن (سه‌شنبه، تلې۲۲مه) د دارلامان سړک په سناتوريم کوڅه کې د «عدلي طب» په رياست کې تر سره شي.

ويل‌کېږي، په غونډه کې به د عامې روغتيا وزارت مشرتابه او اړوند مسوولين ګډون او ويناوې ولري.

د عامې روغتيا وزارت د دې نوې لاسته راوړنې په تړاو ويلي، چې د «DNA» معایناتو لابراتوار پرانېستل د افغانستان د روغتيايي سيستم په تاريخ کې يو مهم ګام بلل کېږي، چې د عدلي او طبي خدمتونو د کيفيت د لوړولو لپاره به اغېزمن تمام شي.

ويل‌کېږي، په دا ډول لابراتوارونو کې د «عدلي طب» اړوند معاينات پکې تر سره کېږي او د جرمونو د پېژندنې، عدلي څېړنو او طبي تشخيص په برخو کې د پام وړ بدلون رامنځته کولی شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6615a
دکمه بازگشت به بالا