له جګړې تر رسمیت پېژندنې: څلور لوېدیځ هېوادونه په یوه ورځ فلسطین د خپلواک دولت په توګه ومنه

څلورو لوېديځو هېوادونو؛ بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال په یوه ورځ کې «فلسطین» د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه پرېکړه د صهيونيست رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سخت غبرګون سبب شوې ده.

نتانیاهو په داسې حال کې غبرګون ښودلی چې د نږدې دوو کلونو په اوږدو کې د اسرائیلي اشغالګرو په بمبار کې تر اویا زره پورې فلسطیني ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، شهیدان شوي دي.

یاد هېوادونه چې عموماً د اسرائیل نږدې متحدان ګڼل کېږي، ویلي دي چې په غزه کې د جګړې د شدت له امله یې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی. له دې پرېکړې سره، د فلسطین د رسمیت پېژندونکو هېوادونو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر کي‌ير ستارمر په خپله وینا کې د غزې روان حالت «بې‌ساری بشري بحران» بللی او ویلي یې دي: ((د اسرائيلو پرلپسې بمبارۍ، د وروستیو اوونیو عملیات، لوږه او په بشپړه توګه ويجاړی د منلو نه دی.))

د ويلو ده، چې تر دې وړاندې د فرانسه ولسمشر هم خبر ورکړی و، چې حکومت به يې نن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5842a
دکمه بازگشت به بالا