له جګړې تر وحشتناک پړاو: د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د غزې د پراخې جګړې پر پلان سخت غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې د اسرائیلو له خوا په غزه کې د جګړې د پراخولو پلان له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.

په نيويارک کې د دغې غونډې پر مهال د ياد سازمان مرستيال مشر ميرو سلاو جينکا وويل، دغه کار به په شخړه کې يو بل وحشتناک پړاو پرانيزي.

د بریتانيا استازي خبرداری ورکړ چې دا پراخ عمليات به نه يوازې د خلکو کړاو پايته ونه رسوي بلکې د نورو وینو د توېدو سبب به وګرځي.

د امریکا استازي بیا ويلي چې دا په اسرائیلو پورې اړه لري چې خپل امنيت ډاډمن کړي او د شورا غړي يې تورن کړل چې د دوی موقفونه د دې سبب کېږي چې حماس يې د ملاتړ او تبليغاتو لپاره وکاروي.

بريتانيا، فرانسې او نورو هېوادونو خبرداری ورکړ چې دغه پلان د “نړيوال بشري قانون د نقض” خطر لري.
ډنمارک، يونان او سلووېنيا د دې پلان د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې “دا به د يرغملو د خوشي کېدو لپاره هېڅ مرسته ونه کړي او ښايي د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړي.”

د شورا یو شمېر نورو غړو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې. چين د غزې د خلکو “ډله ييزه سزا” د نه منلو وړ وبلله.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a442s
دکمه بازگشت به بالا