له خبرو تر وضاحتونو د پاکستان د دفاع وزیر د اسلامي امارت دریځ ته ځواب ووايه

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ د اسلامي ام‍.ارت چلند متضاد وباله، ويې ويل چې له يوې خوا هغوی ګواښونه کوي او له بلې خوا د خبرو غوښتنه کوي.

آصف دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اړږدو کې نښتې وشوې.

نوموړي له جیو نیوز تلویزیون سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو په هند کې د اسلامي ام‍.ارت د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي څرګندونو ته اشاره وکړه.

متقي ویلي و چې پاکستان د افغانستان پر ملکي سیمو بریدونه کړي دي.

خواجه آصف ټینګار وکړ چې هر دولت حق لري چې برید ته ځواب ورکړي، او زیاته یې کړه چې پاکستان هیڅکله د ملکي سیمې نه دي په نښه کړې، بلکې یوازې یې د «ترهګرو پټنځایونه او پناه ځایونه» له منځه وړي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدله شوې ده.

دا هغه ادعا ده چې د اسلامي ام‍.ارت حکومت یې تل ردوي.

اسلامي ام‍.ارت د شنبې په ماخوستن په ځایي وخت لس بجې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې لږ تر لږه دوه ساعته یې دوام وکړ او له ځوابي بریدونو سره مل وو.

د اسلامي ام‍.ارت حکومت خپل لوري ته د ۹ امنیتي سرتیرو د وژلو پخلی وکړ، خو پاکستان بیا وویل چې جګړه کې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ ټپیان شوي دي.

اسلامي ام‍.ارت وروسته تر هغه پر پاکستان بریدونه وکړل چې د پاکستان جیټ الوتکو د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ماخوستن د کابل په زړه او پکتیکا ولایت کې بریدونه وکړل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6617a
دکمه بازگشت به بالا