له خونړۍ پېښې تر درنو اوښکو: هرات کې د ترافیکي قربانیانو شمېر ۷۶ تنو ته ورسېد

په هرات کې د ترافیکي پېښې د قربانیانو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی
د هرات امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو شمېر ۷۶ تنو ته لوړ شوی دی.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند مجیب‌الله انصار د زمري په ۲۹مه نېټه دا شمېرې تایید کړې دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ځای ته د قول اردو د نږدېوالي له امله قربانیان دې قوماندانۍ ته انتقال شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A521S
دکمه بازگشت به بالا