له دیني زده کړو تر عصري علومو: پکتیا کې د ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د پوهنې وزير یو وار بیا پر عصري زدکړو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د عصري وسایلو د نشت والي له امله د افغانستان فضا خوندي نه ده.

هغه چې د پکتیا په شواک ولسوالۍ کې د ښوونځیو لپاره د جوړو شویو ودانیو د ګټې اخیستنې مراسمو کې خبرې کولې ویلي، دیني زده کړې د ژوند موخه او عصري هغه د اوبو او خوړو په څېر دي.

د پوهنې وزير حبيب الله آغا و ویل: «په اوس زمانه کې دفاع له کلاشینکوف او توره نشې کولی، د خپل دین ساتنه به په توپ کوې، په ډرون به یې کوې، او په لویو بمونو او الوتکو به یې کوې. نو هغه بم، الوتکې او توغندي به څنګه جوړیږي چې تا سره علم او عصري علوم نه وي.»

حبيب الله آغا له زده کوونکو وغوښتل چې د عصري زده کړو په تر لاسه کولو سره د دين او وطن د دفاع او ساتنې لپاره عصري دفاعي وسايل جوړ کړي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه: «دیني علوم خو زموږ د ژوند موخه ده او هغه پر موږ فرض دي او هغه به کوو. خو لکه څنګه چې دا دیني علوم زما او ستا د ژوند موخه ده نو عصري علومو ته زموږ داسې اړتیا ده لکه زما او ستا وطن چې اوبو ته څورمه اړتیا لري.»

په همدې حال د جاپان د خلکو په مالي ملاتړ پکتيا کې د ۱۹۶ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۸ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيا د پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي و ویل: «دغه ودانۍ چې جوړې شوي دي نږدې ۱۹۶ میلیونه پر دوی لګښت راغلی دی. دا لګښت د دې زده کوونکوو ښوونکو او زده کړو په خدمت کې شوی دی. »

ورته مهال د پکتيا يو شمېر قومي مشران بيا له پوهنې وازرته غواړي چې د عصري زده کړو د پياوړتيا لپاره د مسلکي ښوونکو، د بې سرپناه ښوونځيو لپاره ودانۍ او نورې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

قومي مشر عقل ګل و ویل: «اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې کتابونه په سم ډول چمتو کړي ترڅو زده کوونکي په ښه توګه وروزل شي.»

قومي مشر هميش و ویل: «وزیر صېب چې کومې خبرې وکړې باید عملي شي ځکه موږ کتابونو او ښوونځیو ته اړتیا لرو.»

د رسمي شمېرو له مخې پکتيا کې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زدکړې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5877a
دکمه بازگشت به بالا