له راستنېدونکو تر بشري مرستو: پکتیکا کې د یونسيار زون استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، چې د دغه رياست رئيس مولوي حمدالله فاتح سره د يونسيار د جنوب ختیځ زون استازو ليدلي او د همغږۍ، مرستو د جلب، برمل او ګیان ولسوالیو کې د روانو پروژو او اړوندو نورو موضوعاتو باندې خبرې شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي حمدالله فاتح د يونسيار له استازو غوښتي، چې د راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د مرستو ډېره اړتیا لیدل کیږي، ځکه چې کډوال له پاکستان څخه په جبر او زور د یاد ولایت له لارو راستنېږي، چې لومړنيو بشري مرستو، سرپناه او نغدي مرستو ته سخته او بېړنۍ اړتیا لري.

ياد رياست ويلي: «د مؤسساتو لخوا ورسره هیڅ مرستې ندې ترسره شوې باید له دوی سره د سرپناه او نورو برخو کې مرستې ترسره شي او هم د راستنېدونکو په ښارګوټي کې د سرپناه، کلینيکونو او مکاتبو د ودانیو په برخه کې پروژې پلې کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، چې د يونسيار استازو هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ته ډاډ ورکړ چې یاد ولایت ته به خپله توجه زیاتوي او په راتلونکې کې به له راستنېدونکو، بېځایه شویو او ځایې اړمنو سره د سرپناه او بشري مرستو په برخه کې خپله همکاري وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5875a
دکمه بازگشت به بالا